د تښتېدلو بنديانو د نيولو عمليات روان دي
ټاټوبى: د کندهار کشفي او امنيتي ارگانونه گډ پلټونکي عمليات کوي، تر څو له مرکزي زندان څخه تښتېدلي ټول سياسي بنديان بېرته ونيسي.
د کندهار ديني عالمان او دولتي چارواکي سره جرگه شول
د کندهار لسگونو ديني عالمانو په لومړي ځل د کندهار له ولايتي چارواکو سره غونډه وکړه او د ځينو ستونزو پر سر د پوهاوۍ پر کولو سره سلا شول. دا لومړى ځل دى چې د کندهار ديني عالمان راټولېږي
د کورنيو چارو وزير: د کندهار د امنيتي کميو د پوره کولو پلان لرو
د کورنيو چارو وزير ستر جنرال بسم الله محمدي وايي د کندهار په امنيتي وضعيت کې د پام وړ سمون راغلى دى. نوموړي په امنيتي برخه کې د شته ستونزو د هواري ژمنه هم وکړه.
په زابل کې هم سيمه ييزو پوليسو په فعاليت پيل وکړ
د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو فعاليت پيل کړ او ټاکل شوې چې دوه نيم سو تنه سيمه ييزپوليس دغې ولسوالۍ د کليو امنيت خوندي کړي.
يوناما او بشري فعالين : جگړه مارې ډلې دې ملکي خونديتوب ته پام وکړي!
په داسې حال کې چې په روان تاوتريخوالي کې ځينې مهال ملکي وګړي زيانمنېږي، ملگرو ملتونو او بشري فعالينو په جگړه کې ښکېل لوري وهڅول چې له هر ډول ملکي تلفاتو ډډه وکړي.
کرزی : د طالبانو له خوا د ښوونځيو د نه سوځولو هرکلی وکړ
ولسمشر حامد کرزي د وسله والو طالبانو د مشر ملا عمر د هغې اعلاميې هرکلى وکړ، چې په کې د طالبانو له خوا د ښوونځيو د نه سوځولو او د ښوونکو د نه ځورولو ژمنه شوې وه .
د کندهار کروندگرو ته مسلکي روزنه ورکول کېږي
ټاټوبى: په کندهار کې د کروندگرو او مالدارانو د مسلکي روزنې مسوولين وايي، غواړي له دې لارې د کروندگرو او مالدارانو مسلکي ظرفيت لوړ کړي.
امريکا د افغان مېرمنو دستونزو په حل كې مرسته كوي
د امريکا د متحدو ايالتونو په پوځ کې د ښځينه سرتيرې په نوښت يو کال مخکې د افغانو ښځو د زړونو او ذهنونو د تر لاسه كولو يو پروګرام پيل شوى دى.
